د جولای په ۲۲ مه نېټه د ايران په جنوبي فارس ولایت کې سېلابونه رامنځته شوي، چې له امله يې ۲۱ کسان مړه شوي او ۳ نور بې درکه دي، دغه راز ډېر موټر هم اوبو لاندې کړي دي.
د ياد ولایت پېښو ته د رسېدنې ادارې د مسوولينو په وينا، له سېلاب ځپلو سيمو او خلکو سره د مرستو هڅې روانې دي او تر اوسه ۵۰ کسان ژغورل شوي دي.