د جولای په ۲۵مه به د چين د توليداتو نندارتون پرانيستل شي
CMG2022/07/24 14:25:11
شريکول:


د چین د های نان ولایت په های کو ښار کې به د چین د ۲۰۲۲م کال توليداتو نندارتون د جولای په ۲۵مه نېټه پرانيستل شي. 

د دغه نندارتون محتوا به « د ورخلاصون فرصتونه شريکول او په ګډه ښه ژوند رامنځته کول» وي او عمومي مساحت به يې ۱۰۰ زره متره مربع ته ورسیږي، چې ۸۰زره متره مربع به يې د بهرنیو توليداتو لپاره او ۲۰ زره متره مربع به يې د چيني توليداتو لپاره ځانګړی وي. په دغه نندارتون کې به د څه باندې ۶۰ هېوادونو د ۲۸۰۰ برانډونو غوره توليدات نندارې ته وړاندې شي.

په دې نندارتون کې ۱۲۵۰ داوطلبان په دندو ګمارل شوي، چې د تېر کال په پرتله پکې ۴۳۴ تنه زيات شوي دي.

د خبر له مخې، ۲۰۰ برانډونه به په دې نندارتون کې ۶۰۰ نوي توليدات نندارې ته وړاندې کړي.

 ۱۲۷ چيني او بهرنيو خبري رسنیو د دې نندارتون په اړه د راپور ورکولو لپاره نومونه ثبت کړي دي.