د چين د انسان لېږدونکي فضايي انجېنرۍ دفتر خبر ورکړی، چې د دغه هېواد « چانګ جنګ 5B Y3 » راکيټ چې د دغه هېواد د فضايي سټېشن «ون تيان» لابراتواري ماډل پکې نصب دی، د بېجينګ پر وخت د جولای په ۲۴مه نېټې د ماسپښين په دوو بجو او ۲۲ دقيقو د چين د جنوب، های نان ولايت له ون چانګ فصايي اډې څخه فضا ته وتوغول شو او په ۴۹۵ ثانيو کې خپل مدار ته داخل شو.
دا د چين د انسانوړونکې فضايي پروګرام له پيل را هيسې د پرواز ۲۴مه دنده ده.
ون تيان لابراتواري موډل، چې د ياد راکيټ په وسيله به د چين فضايي ستېشن ته وليږدول شي، د دغه فضايی ستېشن دويمه برخه ده او هم لومړی ساينسي لابراتواري موډل دی، چې د ستورمزلو لخوا د يو لړ فضايي ازموينو لپاره کارول کيږي.