د پوهنې ملکيت حق نړيوال سازمان د لومړۍ دورې د نړيوالې جايزې ورکولو مراسم تر سره شول
CMG2022/07/24 14:26:15
شريکول:

د پوهنې ملکيت حق نړيوال سازمان د خبر له مخې، د جولای په ۱۹مه نېټه د دې سازمان د لومړۍ دورې د نړيوالې جايزې ورکولو مراسم د غړيو هېوادونو د لويې غونډې په ترڅ کې تر سره شول. د ۶۲ هېوادونو ۲۷۲ تصديو خپل غوښتنليکونه سپارلي وو او په پای کې د۲ چيني تصديو په شمول ۵ تصديو جايزې تر لاسه کړې.

يادې نړيوالې جايزې د پوهنې ملکيت حق نړيوال سازمان لخوا جوړې شوي او هدف يې دا دی، چې د پوهنې ملکيت حق له لارې د کورني او نړيوال اقصاد، ټولنې او کلتور د پرمختګ لپاره ښه اغېزه لرونکې تصدۍ او شخصیتونه د جایزو په ورکولو سره وستایل شي.  ياد ۵ جايزه ګټونکي تصدۍ به ځانګړي لارښوونيز پلان او د دې سازمان نور ملاتړ او مرستې تر لاسه کړي.(فرشته)