د چین له یان ان ښار څخه د لیدنې پرمهال د یوه افغان ډاکټر احساس
CMG2022/07/24 09:28:22
شريکول:

یوه افغان ډاکټر د چین د يان ان ښار څخه لیدنه کړې او د دغه هېواد د کمونېست ګوند انقلابي روحيې په اړه خپل احساس بيان کړی.

 د جولای له پنځمې نيټې څخه تر نهمې نيټې پورې د روسيې، افغانستان او پاکستان په شمول دنړۍ د ۱۲ هېوادونو محصلين دچين يان ان ښار ته تللي او هلته يې د چين د کمونېست ګوند انقلابي روحيه احساس کړې ده. د دې سفر په هکله د چين د سي اېم جي خبريالې له افغان ډاکټر نصیر احمد صافي سره مرکه کړې. هغه وويل چې چينايان به د چين د کمونېست ګوند د انقلابي روحيې په رڼا کې لا زیات پرمختګ ومومي او خامخا به ډېرې لاسته راوړنې ولري.  

د يان ان ښار د چین د شان شي ولايت په شمال کې پروت دی چې د چين د انقلاب مقدس ځای ګڼل کيږي. د ۱۹۳۵ کال په اکتوبر کې د چين سور پوځ له ۱۲ زره ۵۰۰ کيلو مترو اوږد مارش وروسته د دې ولايت شمالي سيمې ته ورسيد چې پکې د چين د کمونېست ګوند مهم مرکز شتون درلود. پر يان ان د خطرې د يادونې په ترڅ کې ډاکټر صافي ويلي، ښکاره ده چې يان ان د چين د نورو ښارونو په پرتله هم له تاريخي اړخه او هم د انقلابي اړخه ځانګړی مقام لري. ځکه چې دغه سيمه د چينايي انقلاب مقدسه ځمکه بلل کېږي. د سياسي او انقلابي اړخه د چين انقلابي رهبر رئیس ماو ځه دونګ او د چين د اوسني رهبر رئيس شي جين پينګ د ځوانۍ ډېر کلونه په همدغه سيمه کې تېر کړي دي. نو له دې کبله نه یوازې په چيني ټولنه کې بلکې بهرنيانو ته هم د پاملرنې وړ ځای ګرځېدلی دی.

د پخواني انقلابي مرکز په توګه په يان ان کې د چين انقلابي مشرانو ډيرې يادګاري نښي شتون لري. يانګ جيا لينګ د دې ښار په باو تا ناحيه کې موقعیت لري چې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د ميشتېدو زوړ ځای و او د ۱۹۳۸ کال له نومبر څخه د ۱۹۴۷ کال تر مارچ پورې يې د رئيس ما ځه دونګ په شمول د دې ګوند د مشرانو کاري دفترونه او د اوسيدو ځای هم و. دغه راز د چين د کمونېست ګوند مهم اووم ملي کانګرس هم دلته تر سره شو. اوس يانګ جيا لينګ هم يو مشهور منظره لرونکی ځای ګرځېدلی چې کورني او بهرني سيلانيانو پام يې ځانته را اړولی دی. په دې ښار کې  له يانګ جيا لينګ څخه تر ليدنې وروسته ښاغلي صافي همدارنګه ويلي چې دلته د چين د کمونېست ګوند  مشرانو په دومره ستونزمنو شرایطو کې د چين د انقلاب رهبري کړی او له دې څخه د چينايانو د مبارزې روحيه ښکاره کيږي. هغه څه چې پرما يې زياته اغيزه وکړه، هغه دا چې د چين د کمونيست ګوند لارښود او انقلابي رهبر ماو ځه دونګ او ورسره فکري ملګري په دې وتوانيدل چې د جاپانيانو پر وړاندي انقلاب په ښه توګه رهبري کړي او د بريا تراخري پولې پورې ورسوه، همدا رنګه دوی وکولای شول چې چينې وګړي په یو فکر سره راټول او متحد کړي، تر څو په راتلونکې کې د خپلو ملي ارزښتونو څخه په کلکه دفاع او ساتنه وکړي چې د چين د کمونيست ګوند دغه کړنه په ډيره ښه او معياري ډول سره پرمخ وړي، نو ويلی شو چې د چين د کمونيست ګوند هڅې او کوښښونه دي چې چيني ټولنه يې د پرمختګ لوړو پوړیو ته ورسوله او په نړۍ کې يې چيني وګړو ته يو ځانګړی مقام او ارزښت ور وباخه.

په دې سفر کې د دغو بهرنيو محصلينو لپاره بل د پاملرنې وړ ځای د ليانګ جیا هه کلی دی. هلته هغوی له کليوالو سيموڅخه ليدنه کړي او له ځينوځايې وګړو سره يې خبرې هم کړې او د چين د کليوالو سيمو د پرمختګ په باب معلومات يې تر لاسه کړي. په دې اړه دوکتور صافی ويلي چې هغه څه چې ما په دغه سيمه کې وليدل او له اوسيدونکو سره مو د هغوی د ژوند په اړه خبرې وکړي، نوهغوی د خپل ژوند څخه خوښ او خوشحاله بريښيدل، ځکه چې د ژوند لومړنۍ اسانتياوي ورته له امن څخه په ډک چاپېريال کې ټولې برابري وي لکه پوخ سړک، بريښنا، پاکې اوبه، انترنيټ او مخابراتي خدمات، ښوونځي، کلينيک او داسې نور، چې د دوی ژوند يې په پوره ډول هوسا او اسانه کړی. زما په اند د رئيس شي جين پینګ په مشرۍ د کليوالو او لېرې پرتو سيمو اوسېدونکو په ژوند کې د پخوا په پرتله ژور بدلون راغلی. رښتيا ده چې د چینايانو اوسني هوسا ژوند د چين د کمونېست ګوند له رهبرۍ سره نژدې تړاو لري.

 د چين د کليوالو سيمو پرمختګ واقعا پر ډاکټر صافی ژوره اغيزه کړې، هغه هم هيله لري چې افغانستان د چین د کليوالو سيمو له پرمختيايي تجربو څخه ګټه واخلي.د مرکې په اخر کې هغه داسې وويل چې که افغانستان د رئيس شي جين پينګ په څېر يو هېواد پاله او زړه سوانده ولسمشر ولري او د طبيعي زيرمو او بشري انرژيو څخه په ښه توګه ګټه واخلي، نو افغانستان به هم ډيرژر د نړۍ د سيالو هېوادونو په کتار کې ودريږي.