په ۲۰۲۱ م کال کې د چین توليد شوې ډېټا په نړۍ کې دویم ځای نیولی
CMG2022/07/24 14:23:54
شريکول:

د ډيجټل چين په نوم پنځمه سرمشريزه غونډه د جولای په ۲۳مه نېټه د چين د فوجیان ولايت په فو جو ښار کې پرانيستل شوه. د دغه هېواد د انټرنېټي معلوماتو دفتر د دې غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې د ۲۰۲۱م کال د چين  د ډیجټل چارو د پرمختګ راپور خپور کړ.

ياد راپور وايي، چې له ۲۰۱۷- تر ۲۰۲۱م کال پورې د چين لخوا د توليد شوې ډېټا اندازه له 2.3 ZB څخه 6.6 ZB ته زياته شوې او په دې سره يې په نړۍ کې د ډېټا په حجم کې٪ ۹.۹ برخه او دوهم ځای خپل کړی دی.

يوZB ډېټا له ۵۰۰ تريليونو سلفي عسکونو  يا ۲.۵ تريليونو MP3 اډيو سندرو  سره برابره ده.

چين په نړۍ کې تر ټولو لوی او ښه مخکښ تخنيک لرونکي انټرنېټي تأسيسات جوړ کړي. د ۲۰۲۱م کال تر پايه پورې په چين کې ۱ ميليون او ۴۲۵ زره 5G بس سټېشنونه جوړ شوي، چې د نړۍ ۶۰ سلنه جوړوي. په دغه هېواد کې د 5G انټرنېټ کاروونکو شمېر ۳۵۵ ميليونو تنو ته رسېدلی او حتی په بېوزو کليو کې هم انټرنېټ ته لاسرسی کېږي.

 په ۲۰۱۷م کال کې په دغه هېواد کې د ډيجټل سوداګرۍ يعنې انلاين سوداګرۍ ارزښت ۲۹ تريليونه يوانه شودل شوی او په ۲۰۲۱م کال کې ۴۲ تريليونو يوانو ته زيات شوی دی.