وينتيان کې د لاووسي ځوانانو د وينا سيالۍ ترسره شوې
CMG2022/07/24 14:59:38
شريکول:

د لاووسي ځوانانو د وينا سيالۍ چې د چين مېډيا ګروپ او د لاووس د خلکو انقلاب ګوند د ځوانانو ليګ لخوا په ګډه جوړې شوي، د جولای په ۲۲ مه نېټه د لاووس په پلازمينه وينتيان کې پای ته ورسيدې او غوره ګډون کوونکو ته يې جايزې ورکړل شوې. د لاووس د خلکو انقلاب ګوند د ځوانانو ليګ منشي لاومواکسونګ، د دغه هېواد د اطلاعاتو، کلتور او سېلانۍ وزارت مرستيال فوسي کيومانيونګ او په دغه هېواد کې د چين د سفارت مستشار تان چن او د دغو سياليو د ګډون کوونکو په ګډون سلګونو کسانو د جايزه ورکولو په مراسمو کې ګډون کړی و.

په يادو سيالیو کې نږدې ۴۰۰ کسانو ګډون کړی و او ۱۰ کسان يې وروستۍ سيالۍ ته ننوتلي او د لاووس د پرمختګ په برخه کې يې د ځوانانو د رول او دندو په اړه ويناوې پکې کړې دي.