د چين او افريقا د ځوانانو د ويډيو جوړونې سيالي " تاسو سره وینم" د جولای په ٢٥مه نېټه پيل شوه.
د چين ميډيا ګروپ د دغې سيالۍ کوربتوب کوي او موخه يې دا ده، چې د لنډو ويډيوګانو له لارې د چين او افريقا د ځوانانو لپاره د نظر تبادلې او متقابلو زده کړو ډګر برابر کړي.
دغه سیالي به له جولای څخه تر سپتمبر پورې انلاین ترسره شي او غوره ویډیوګانې به يې د چين ميډيا ګروپ او د افریقا مشهورو رسنيو کې خپرې شي.