د چين د مصرفي توليداتو د دوهمې دورې نندارتون د جولای په ۲۵مه نېټه د چين د های نان ولايت په های کو ښار کې پرانيستل شوی او د روانې مياشتې تر ۳۰مې نېټې پورې به دوام ولري.
د دغه نندارتون عمومي مساحت سل زره متره مربع دی، چې اندازه د فوټبال ۱۴ معياري ميدانونو له مساحت سره برابره ده.
د چين او بهرنيو هېوادونو څه باندې ۲۸۰۰ سوداګريزو مارکونو په دغه نندارتون کې ګډون کړی دی.