د شي جين پينګ د ډيپلوماتيکو افکارو د زده کړې سمينار په بېجينګ کې تر سره شو.
د چين د دولتي شورا غړي او بهرنيو چارو وزير وانګ يي هم په دغه سمينار کې ګډون او وينا کړې ده.
نوموړي ويلي، چې د چين ډيپلوماتيکې چارې بايد په نوې زمانې کې د چيني ځانګړي سوسياليزم په اړه د شي جين پينګ د ډيپلوماتيکو افکارو او نظريو په رڼا کې مخ ته يوړل شي.
دغه سمينار د شي جين پينګ د ډيپلوماتيکو افکارو څېړنيز مرکز او د سټادي ټايمز (STUDY TIMES) لخوا په ګډې همکارۍ ترسره شو.
(ډيوه)