چين به په فضايي سټېشن کې څه باندې زر علمي‌ څېړنې وکړي
CMG2022/07/25 15:32:07
شريکول:


چين په فضا کې د سټېشن پر جوړونې بوخت دی، چې په بشپړېدو سره به يې دغه هېواد تر ټولو لوی فضايي سټېشن ولري او په راتلونکي کې به پکې څه باندې زر علمي څېړنې ترسره کړي.

دچين د علومو اکاډامۍ د فضايي چارو مرکز د کنټرول خونه به د ياد سټېشن تر بشپړېدو وروسته وکولی شي، چې د دغه سټېشن بېلابېلې څېړنې وڅاري او کنټرول يې کړي.

د چين د فضايي سټېشن د ون تيان څېړنيزه خونه به د بيولوژيکې علومو او تخنيکونو په اړه څېړنې وکړي او په فضا کې د انسانانو د اوږدمهالي ژوند په اړه به د علمي مسئلو د حل لار پيدا کړي.


د چين د علومو اکاډومۍ د فضايي چارو مرکز د کنټرول خونه

د فضايي سټېشن خونه

د فضايي‌ سټېشن د خونې بهرنی چاپېريال

د علمي څېړنو ماشین