ملګري ملتونه: سوماليا سختې وچکالۍ ځپلې
CMG2022/07/25 10:55:41
شريکول:

د ملګرو ملتونو د بشري چارو همغږۍ ادارې د جولای په ۲۴مه نېټه ويلي، چې په سوماليا کې وچکالي د سختېدو په حال کې ده او نژدې نيمه برخه نفوس يې بشري مرستو ته سخته اړتيا لري.

وچکالۍ د سوماليا شاوخوا ۷ميليونه او ۷۰۰ زره کسان سخت ځپلي دي.

د مالوماتو له مخې، د سوماليا ۹۱۸ زره وګړي د اوبو او خوراکي توکو د نشتون او د مالدارۍ ځايونو د لټون په هدف بې کوره شوي دي.

په سوماليا کې کرنيز حاصلات کم او د خوراکي توکو بيې پکې په لوړېدو دي.

 ملګري ملتونه وايي، د سوماليا ۷ سيمې له سختې لوږې سره مخ دي او که په دغه هېواد کې روان وضعيت دوام ومومي، نو بشري مرستې به تر اړمنو خلکو ونه شي رسولی.

(ډيوه)