د چين ۳ستورمزلي د ون تيان په نوم د فضايي سټېشن ازمويښتي برخې ته ننوتل
CMG2022/07/25 14:40:19
شريکول:

د چين د انسان وړونکو فضايي چارو دفتر خبر ورکړی، چې د شن جو ۱۴م نمبر انسان وړونکې بېړۍ ۳ ستورمزلو د روان کال د جولای د ۲۵مې نېټې د سهار په ۱۰ بجو او ۳ دقيقو د ون تيان په نوم د فضايي سټېشن ازمويښتي برخې دروازه  پرانېسته او داخل ته ورننوتل.

دا لومړی ځل دی، چې چيني ستورمزلي په فضا کې فضايي لابراتوار ته داخل شوي دي.

د مالوماتو له مخې، د شن جو ۱۴م نمبر فضايي بېړۍ ياد ستورمزلي به له ټاکلي پلان سره سم اړوندې دندې پيل کړي.

(مينه)