ايران: د اټومي تړون د بيا پلي کېدو سره يې بايد اقتصادي ګټې تضمين شي
CMG2022/07/25 11:09:58
شريکول:

د ايران ولسمشر سید ابراهیم رئیسي د جولای په ديارلسمه نېټه ویلي، که د ايران د اټومي تړون ښکېلې خواوې غواړي، د اټومي تړون د بيا پيل په هکله خبرو اترو ته کېني، نو د ذروي ضمانت مسئله يې بايد حل او بېلا بېلې خواوې بايد ياد تړون داسې مراعات کړي، چې ايران   ترې اقتصادي ګټې پورته کړي.

د ايران ولسمشرۍ ويبپاڼې خبر ورکړی، چې  ولسمشر رئيسي يادې څرګندونې د فرانسې له ولسمشر ايمانويل ماکرون سره په ټليفوني خبرو کې کړې دي.

رئیسي ويلي، چې پر ايران د امریکا بنديزونو پر نړيوال اقتصاد او په تېره بيا پر اروپا يې سخته منفي اغيزه کړې ده.

د اټومي انرژۍ نړيوالې اېجنسۍ د جون په اتمه نېټه په يوه پرېکړه ليک کې پر ايران نيوکه کړې وه، چې همکارۍ يې ورسره کمې کړې دي.

ولسمشر رئیسي د اټومي انرژۍ نړيوالې اېجنسۍ ياده ادعا بې بنسټه او غير عادلانه بللې ده.

 (غاټول)