چينايان په هېواد کې د تېرې لسیزي د امنيت او خونديتوب په اړه رضايت لري
CMG2022/07/25 15:10:19
شريکول:

د چين د عدلي چارو ادارې مشر سون ماو لي د جولای په ۲۵مه نېټه پر دې عنوان ((چين په تېرې يوې لسیزې کې)) يوه خبري ناسته کې ويلي، چې د هېواد د عامه امنيت ادارو په تېرې يوې لسيزې کې د ټولنيز خونديتوب په برخه کې ډېرې هڅې کړي او د ثبات او امنيت په اړه د خلکو د رضايت کچه يې لوړه ساتلې ده.

د مالوماتو له مخې، په چين کې په تېرو پنځو کلونو کې هيڅ ترهګريزه پېښنه نه ده شوې او عدلي ارګانونو يې له ۲۰۱۳م کال راهيسې ۹۰۸ زره اقتصادي قضيې حل کړي او د ۴۷۷ ميليارډو او ۴۶۰ ميليونو يوانو په ارزښت اقتصادي زيانونه يې جبران کړي دي.

د چين د عامه امنيت ځواکونو له ۲۰۱۸م کال راهيسې په هېواد کې دننه د زورزياتي او جنايتونو ۱۶ زره او ۶ سوه ډلې له منځه وړلي دي.