د چين د انساني سرچينې او ټولنيز ضمانت وزارت خبر ورکړی، چې د روان کال د جون تر پايه پورې د هېواد د زړو کسانو د پالنې د بېمې شمېر ۱ ميليارډ او ۴ سوه زرو ته رسیدلی دی.
ياد وزارت ويلي، چې د بې روزګارۍ او په کارونو کې د ټپي کېدو بيمو کې د ټول هېواد د برخه اخيستونکو کسانو شمېرې په جلا توګه ۲۳۳ ميليونو او ۲۸۶ ملیونو ته رسېدلي دي.
خبر زياتوي، په دې سره په چين کې د ټولنيز ضمانت کارت لرونکو کسانو شمېر ۱ ميليارډ او ۳۶۰ ميليونه تنو ته رسيدلی، چې د ټول هېواد د عمومي نفوس ۹۶ اعشاريه ۳ سلنه نيسي.