د کويت وليعهد مشعل الاحمد الجابر الصباح د جولای په ۲۴ مه نېټه يو فرمان ورکړی، چې له مخې يې الاخحمد نواف الاحمد الصباح د دغه هېواد د صدراعظم په توګه ټاکل شوی او د نوې کابينې د جوړولو امر يې ورته کړی دی.
الاحمد د امير نواف الاحمد الجابر الصباح زوی او په ۱۹۵۶م کال کې زېږېدلی دی. نوموړی پخوا د کويت د ملي ګارډ مرستيال قومندان، د صدراعظم لومړی مرستيال او د کورنيو چارو وزير و.
د مالوماتو له مخې، د کويت وليعهد مشعل د روان کال په مې مياشت کې د کابينې ډله يزه استعفا منلې وه، خو هغه مهال يې ترې غوښتنه کړې وه، چې د نوې کابېنې تر ټاکل کېدو پورې د ادارو چارې سمبال کړي.
(مينه)