شي جين پينګ د هند نوې ولسمشرې دروپدي مورمو ته د مبارکۍ پيغام وليږه
CMG2022/07/25 16:25:08
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جولای په ۲۵مه نېټه د هند نوې ولسمشرې دروپدي مورمو ته د مبارکۍ پيغام ليږلی دی.

ټاکل شوې، چې دروپادي مورمو به نن د هند د ولسمشرۍ په توګه لوړه وکړي.

شي جين پينګ په خپل پيغام کې ليکلي، چې چين او هند مهم ګاونډي هېوادونه دي او سالمې او ثابتې اړيکې یې د دواړو هېوادونو او خلکو له اصلي ګټو سره سمون لري او هم د سيمې او نړۍ د سولې، ثبات او پرمختګ لپاره ګټورې دي.

نوموړي په پيغام کې هيله ښودلې، چې له ولسمشرې دروپدي مورمو سره د دواړو هېوادونو د سياسي اعتماد او همکاريو د پياوړتيا او د خپلمنځي توپيرونو د مناسب حل لپاره ګډې هڅې وکړي.