د جنوبي سمندرګي د اړوندو خواوو د کړنو اعلاميې د لاسليک د شلمې کليزې په مناسبت سيمينار تر سره شو
CMG2022/07/25 21:10:23
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د جولای په ۲۵مه نېټه د جنوبي سمندرګي د اړوندو خواوو د کړنو اعلاميې د لاسليک د شلمې کليزې په مناسبت سيمينار کې ګډون وکړ.

نوموړي په دغه سيمينار کې وويل، چې د جنوبي سمندرګي ثابت وضعيت د سيمې هېوادونو لپاره ګټور دی او ګډوډي يې د سیمې د هېوادونو په زيان ده.

 ده وویل چې اوس په جنوبي سمندرګي سيمه کې وضعيت ارام نه دی، ځکه له دې سيمې ځينو لرې پرتو هېوادونو پر نورو د خپلې بادارۍ ساتلو لپاره په دوامداره توګه په دغه سيمې کې ځواکونه پياوړي کړي او د توپيرونو او کړکېچ د تحريک هڅې يې کړې او په دې ناوړه کړنې سره يې د جنوبي سمندرګي د غاړو هېوادونو حقه حقونه تر پښو لاندې کړي او د سيمې مناسب نظم زيانمن کړی دی.

وانګ يي دغه راز زياته کړه، چې چين او د اسيان غړي هېوادونه بايد پر هغې رويې ټينګار وکړي، چې موږ د هغو هېوادونو هرکلی کوو، چې د سولې او همکارۍ لپاره جنوبي سمندر ته راغلي دي. هغه بهرنيان دې له دې سيمې څخه ووځي چې په جنوبي سمندرګي کې د ګډوډۍ د جوړولو بد نيت لري.