په بهاماس کې د کښتۍ د ډوبیدو له امله ۱۷ کډوال وژل شوي
CMG2022/07/25 11:12:55
شريکول:

د هایتي د کډوالو کښتۍ د بهاماس د نیو پروویډنس ټاپو ته نژدې سمندر کې ډوبه شوې ده.

د بهاماس صدراعظم داويس پر ټولنيزو رسنيو ويلي، چې د هېواد ژغورونکې ډلې يې له اوبو څخه ۱۷ جسدونه رايستلي او ۲۵ تنه نور يې ژغورلي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې ښايي ځيني کسان په اوبو کې ورک وي، خو ژغورونکې ډلې يې د جسدونو په موندلو کې هڅې تېزې کړې دي.

 (غاټول)