باميان ته د سيلانيانو تګ زيات شوی
CRI2022/07/25 10:54:29
شريکول:

د افغانستان سرپرست حکومت وايي، چې په تېرو ۳ میاشتو کې سلګونو زرو سيلانيانو د هېواد له بېلا بېلو سيمو ليدنه کړې ده.

 

باميان هم طبيعي ښکلاوې لري او په دې وروستيو کې يې د ډېرو سيلانيانو پاملرنه راجلب کړې ده.

باميان ته د سيلانيانو په ورتګ، د ځايي خلکو چارې هم غوړېدلې دي، خو خلک له حکومته د سړکونو د بیا رغونې غوښتنه لري.

 

زموږ خبريال باميان ته تللی او هلته له سيلانيانو او هټېوالو سره غږېدلی دی.