ايران: د خپلو اټومي تاسيساتو ځينې څارګرې کمرې به بندې وساتي
CMG2022/07/26 10:45:10
شريکول:

د ايران د اټومي انرژۍ سازمان رئيس محمد اسلامي د جولای په ۲۵ مه نېټه ويلي، چې اټومي تړون ته د ايران له ستنېدو مخکې به په دغه هېواد کې د اټومي انرژۍ نړیوالې ايجنسۍ ځينې څارګرې کمرې بندې وساتي.
نوموړي په همدې ورځ د ايران له خبري رسنيو سره په مرکې کې ويلي، چې ايران د اټومي تړون له لاسليکېدو وروسته د اټومي انرژۍ نړیوالې ايجنسۍ ته په ښه نيت اجازه ورکړې وه، چې کولی شي، د دغه هېواد په اټومي تاسيساتو کې څارګرې کمرې ولګوي، خو دا کمرې د ايران او يادې ايجنسۍ ترمنځ د تړون په چوکاټ کې شاملې نه دي.