د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند ناصر کنعاني د جولای په ۲۵ مه نېټه ويلي، چې د ايران د خبرو اترو يوه پلاوي څو ورځې مخکې د عراق په پلازمينې بغداد کې د سعودي عربستان له پلاوي سره ۵ ناستې کړي او پايلې يې ښې او هڅوونکې بللې دي.
د عراق بهرنيو چارو وزير ايران ته د سعودي عربستان هيلې رسولي، چې غواړي له ايران سره رسمي او پرانېستې خبرې اترې وکړي او راتلونکي پړاو خبرې اترې يې ښايي سياسي پوړ ته پورته شي.
د مالوماتو له مخې، د ايران او د سعودي عربستان چارواکو د تېر کال له اپريل راهيسې په بغداد کې د دواړو هېوادونو د اړيکو د ښه والي لپاره څو ځلې خبرې اترې کړي او د خبرو اترو منځپانګه يې عموما په امنيتي چارو ورټوله وه.
(يمنه)