د امريکا د ټېکساس ايالت د دالاس ښار په لاوفیلډ هوايي ډګر کې د جولای د ۲۵ مې نېټې په سهار د ډزو يوه پېښه شوې، خو چا ته پکې مرګژوبله نه ده اوښتې.
د مالوماتو له مخې، دغه بريد د يوې مېرمنې لخوا ترسره شوی دی.
پولیس وايي، چې بريدګره يې پر لنګي وېشتلې او ټپي حالت کې يې نېولې ده.
د مالوماتو له مخې، يوه ۳۷ کلنه مېرمن په همدې ورځ د غرمې شاوخوا يوولس بجې د لاوفیلډ هوايي ډګر ټرمينل ته ننوتلې او هلمته يې په تشناب کې جامې بدلې کړي او وروسته يې د ټرمينل د چت پر لوري ډزې کړې دي.