چيني ډيپلوماټ لي جون هوا د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د مرستيال په توګه وټاکل شو
CMG2022/07/26 10:20:22
شريکول:

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونيو ګوټريش د جولای په ۲۵ مه نېټه يوه اعلاميه خپره کړې، چې له مخې يې، چيني ډيپلوماټ لي جون هوا د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د اقتصادي او ټولنيزو چارو مرستيال په توګه ټاکل شوی دی.

اعلاميه وايي، چې لي جون هوا به د خپلې دندې په بهیر کې د ملګرو ملتونو اړوندو ادارو ته د څواړخيزو اقتصادي او ټولنيزو همکاريو په اړه نظرونه او وړانديزونه ورکوي.

لي جون هوا ژمنه کړې، چې له بېلا بېلو خواوو سره به د ملګرو ملتونو د ۲۰۳۰ م کال د دواملرونکي پرمختګ اجنډا پلې کړي او له غړو هېوادونو سره به همکارۍ وکړي.

د مالوماتو له مخې، لي جون هوا د ملګرو ملتونو د اسيا او ارام سمندر اقتصادي او ټولنيزې کمېټې، د دې سازمان عمومي اسمبلۍ، د امنيت شورا څو غونډو، د شلو هېوادونو ډلې، د اسيا او ارام سمندر سازمان، د اسيا او اروپا غونډې او د بريکس هېوادونو په شمول د څواړخيزوغونډو لپاره خدمتونه کړي دي

(مينه)