په ټوله نړۍ کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمير ۵۶۶۹۷۷۸۲۸ ته رسېدلی
CMG2022/07/26 10:19:47
شريکول:

روغتيا نړيوال سازمان د جولای په ۲۵ مه نېټه يو لړ تازه شمېرې خپرې کړي، چې له مخې يې د منځنۍ اروپا پر وخت د روانې مياشتې د ۲۵ مې نېټې د مازديګر تر ۵ بجو او ۱۲ دقيقو پورې په ټوله نړۍ کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر د تېرې ورځې د شمېر په پرتله ۳۸۷ زره او ۶۲۹ زياتوالی ښيي او عمومي شمېر يې ۵۶۶ ميليونو، ۹۷۷ زرو او ۸۱۸ ته رسېدلی دی.

د مالوماتو له مخې، په همدې مودې کې د دې وبا له امله ۴۹۸ تنه مړه شوي او د مړينې عمومي شمېر ۶ ميليونو، ۳۷۶ زرو او ۵۰۳ ته رسېدلی دی.

(مينه)