برېټانوي چارواکی: د چين په نښه کول له ترهګرۍ سره د مبارزې په پرتله ډېر مهم دي
CMG2022/07/26 15:02:09
شريکول:

په دې وروستيو کې د امريکا د کولوراډو ايالت کې د اسپېن کلني امنيتي فورم تر سره شو. د ډېرو هېوادونو د استخباراتو څانګې مسوولينو، په امريکا کې د یو شمېر هېوادونو سفيرانو او د دفاع وزيرانو پکې ګډون کړی و. که څه هم د دې فورم د کوربه او د اسپېن د ستراتيژيکو څېړنو د ګروپ اجرایيوي مشر انيا ايمانویل ويلي چې د دې فورم موخه د اوسنيو امنيتي ننګونو د لرې کولو لپاره د سمې لايحې جوړول دي، خو پکې پر چين د تورونو اواز راپورته شوی دی.

د برېټانيا د استخباراتو د ادارې مشر ريچاد مور له خبريال سره د مرکې په ترڅ کې ويلي چې د چين په نښه کول د دې ادارې لومړۍ استخباراتي دنده ګرځېدلې او اهميت يې د ترهګرۍ سره د مبارزې په پرتله ډېر مهم دی. نوموړي د ټايوان مسئلې په هکله ويلي چې لوېديځ هېوادونه دې چين ته هغه نيت وښيي چې که د چين حکومت د ملي وحدت لپاره له زور څخه کار واخلي، نو چين به له بدو پايلو سره مخ شي.

د بهرنيو خبري رسنيو د خبر له مخې دا لومړی ځل دی چې ریچارد مور د کوربه هېواد په بهر کې له خبريال سره مرکه ومنله. نو هغه هيله ښودلې چې په نړیوالو خبري رسنيو کې خپل اواز راپورته کړي.

ټول برېټانویان پر دې ښه پوهېږي چې د استخباراتو دغه مسؤل ډېر غواړي چې ځان مشهور کړي. د ۲۰۲۰م کال په اکتوبر کې د برېټانیې د استخباراتو ادارې د مشر په توګه د ټاکل کېدو په لومړۍ ورځ کې نوموړي پر ټولنيزو رسنيو ويلي چې هغه د سي په نوم برېټانوي جاسوس  ګرځېدلی دی. له دې کبله اړوند خبر د همدې ورځې د پاملرنې وړ و. ځينو خبري رسنيو داسې ویلي چې ولې جاسوس دومره پراسراره نه دی؟

ريچارد مور تل اعلان کړی چې چين د نړۍ ګواښ دی ، خو دا يوازې پر چين لګېدلی تور دی.

د چين د دفاع وزارت وروستۍ شمېرنې ښيي چې په تېرو دېرشو کلونو کې د چين پوځ د ملګرو ملتونو په ۲۵ سوله ساتونکو عملياتو کې ګډون کړی او څه باندې پنځوس زره ځواکونو یې دغه ډول  عملیاتو ته استول شوي دي او له دې جملې څخه شپاړس تنه پکې وژل شوي دي. د روان ۲۰۲۲م کال د مې تر پای پورې ۲۲۴۰ چيني پوځي افسرانو او عسکرو لاهم په ۷ سوله ساتونکو سيمو کې او هم د ملګرو ملتونو په مقر کې دنده تر سره کړې او کوي يې. چين يو داسې هېواد دی چې دا ډول سوله‌ ساته عملیاتو ته یې استول شوي عسکر د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د نورو دایمي غړو هېوادونو په پرتله زيات دي. د چين سوله ساتونکي څو ځلې د ملګرو ملتونو له خوا مډالونه تر لاسه کړي دي او د سوله ساتونکو عملياتو کليدي عوامل او ځواکونه بلل کېږي.

خو برېټانيا هغه هېواد دی چې له امريکې سره د نړۍ په هر ځای کې اور بل ساتي او پر نورو هېوادونو يې تېری کړی او يا له ځينو هېوادونو سره يې مقاومت کړی چې له امله يې ډېرو هېوادونو او سيمو ته ګډوډۍ او ناورين استولي دي. حقيقت دا دی چې دغه هېواد د نړيوالې سولې رښتينی ګواښ دی.

د بېلګې په توګه څه موده دمخه بي بي سي رسنۍ خبر ورکړی چې برېټانوي عسکرو  په افغانستان کې د جګړې په موده کې څو ځلې بې ګناه ملکيان وژلي او د عامو وګړو د وژلو په سيالۍ کې يې ګډون کړی و. په دې جمله کې يوې پوځي ډلې د ماموريت په شپږ مياشتنۍ موده کې په غير قانوني توګه ۵۴ تنه وژلي دي. دغه خبر په نړيواله ټولنه کې سخت غبرګون راپارولی دی. د یو شمېر هېوادونو د ټولنیزو رسنیزو شبکو کاروونکو د دوی پر غیر انساني کړنو نيوکه کړې چې د برېټانيا په شان لوېديځ هېوادونه تل خپلې غير انساني کړنې ظلم او بې عدالتي نه ګڼي، خو تل يې پر نورو هېوادونو نيوکې کړې دي.

دغه جاسوس له خپلو امریکايي همکارانو سره د ټايوان مسئلې په پلمه پر چين تور لګولی او له دې لارې يې د نړۍ پام راجلب کړی دی چې دغه کړنه د اور بلولو په څېر ده. ټايوان د چين نه جلاکېدونکې برخه ده او د چين د ملي وحدت تاريخي تمايل دی چې هېڅوک یې مخه نه شي نيولی.

چين پر هغو جاسوسانو او د دوی په استازيتوب پر ډلو غږ کوي چې د شخصي ګټو د لټولو لپاره د ټايوان مسئله ونه کاروي، که نه ، تاسو به ځان ته اور بل کړی وي.