په امريکا کې تر ۱۴ ميليونو زيات ماشومان پر کرونا وبا اخته شوي
CMG2022/07/26 11:10:55
شريکول:

د امريکا د ماشومانو طبي اکاډمۍ او د ماشومانو روغتونونو ټولنې د جولای په ۲۵ مه نېټه يو ګډ راپور خپور کړی، چې له مخې يې د کرونا وبا د خپرېدو په درشل کې په دغه هېواد کې تر ۱۴ ميليونو زيات ماشومان پر کرونا وبا اخته شوي دي.
راپور ښيي، چې په امریکا کې د جولای د تېرې اوونۍ تر ۲۱ مې نېټې پورې نږدې ۹۲ زره ماشومان پر کرونا وبا اخته شوي او دا دوهمه اوونۍ ده، چې پر کرونا وبا د اخته ماشومانو شمېر کې زياتوالی راځي.
راپور همدارنګه ښيي، چې په تېرو څلورو اوونيو کې په امریکا کې پر کرونا وبا د اخته ماشومانو شمېر له ۳۱۱ زرو څخه زیات شوی او د روان کال له پيل راهيسې کابو ۶ ميليونه او ۱۰۰ زره ماشومان پر دغې وبا اخته شوي دي.