د چین د مصرفي توکو دوهم نړیوال نندارتون د جولای په ۲۵مه نېټه د دغه هېواد د های نان ولایت په های کو ښار کې پرانیستل شو.
دغه نړیوال نندارتون (( په ګډه له پرانیستو فرصتونو د ګټې اخیستنې او د ښکلي ژوند جوړونې )) په عنوان تر سره کېږي او ترې ښکاري، چې چین په پيچلي کورني او بهرني وضعیت کې له بېلا بېلو خواوو سره د اقتصادي او سوداګریزې همکارۍ د پیاوړتیا او د پرمختګ له فرصت څخه د ګډې اخیستنې تکل لري.
د چین د مصرفي توکو د سږني نندارتون عمومي پراخوالی سل زره متره مربع او د نړیوالو مصرفي توکو پراخوالی پکې ۸۰ زره مربع متره ښودل شوی دی.
دغه نندارتون د ۶۱ هېوادونو او سیمو څه باندې ۱۶۰۰ سوداګریزې نښې راجلب کړې دي.
فرانسه د چين د مصرفي توکو د سږني نندارتون مېلمه هېواد دی. (هیله)