د پاکستان په اسلام اباد کې د چین لوی سفارت ((د چين د دوستۍ فورم ))له لارې د بلوچستان د قلعه سیف الله سيلاب ځپلو سره مرسته کړې ده.
د چين د دوستۍ فورم مشر ويلي، چې د چين د سفارت په مرستندويه توکو کې نږدې زر خوراکي پارسلونه شامل دي، چې د ۸۰۰ ناورين ځپلو کسانو بېړنۍ اړتياوې پوره کولای شي.
د قلعه سیف الله د برېښنا د لېږد تجهيزات د سختو بارانونو له امله ويجاړ شوي او د چين په مرستندويه توکو کې ۳۰۰ لمريز جنراتورونه هم شامل دي، څو ځايي خلک ترې ګټه واخلي.
(ژباړه: شکريه)