له تايوان څخه د نانسي پيلوسي سفر ته د چين د بهرنيو چارو وزارت غبرګون
CMG2022/07/26 11:14:12
شريکول:

د چين د خارجه وزارت وياند جاو لي جيان د جولای په ۲۵مه نېټه له تايوان څخه د امريکا د استازو جرګې د مشرې نانسي پيلوسي سفر په اړه په ټينګار ويلي، چې چين له يوې مودې راهيسې امريکا ته د نوموړې د ياد سفر په اړه څو ځلې انديښنه څرګنده کړې او جدي دريځ يې نيولی دی.

وياند جاو لي جيان زياته کړې، چې چين اوس اړوندې تياريانې نيسي. که د امريکا د استازو جرګې مشره نانسي پيلوسي په خپلې خوښې دغه سفر وکړي، نو چين هم خپل ملي حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا ساتي او هر ډول اغېزمنه پايله به يې د امريکې پر غاړه وي.

(مينه).