د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جولای د ۲۶مې نېتې په ماسپښين په بېجينګ کې د اندونيزيا له ولسمشر جوکو ويدودو سره وکتل. دواړو خواوو د علاقې وړ نړيوالو او سيمه ييزو مسئلو په اړه د نظريو تبادلې وکړې او مهمې ګډې نظريې يې تر لاسه کړې.
شي جين پينګ له نوموړي سره په خبرو کې وويل، چې حقيقت دا ښيي، چې د چين او اندونيزيا ترمنځ د اړيکو پرمختګ نه يوازې د دواړو هېوادونو له دايمي او ګډو ګټو سره سمون لري، بلکې پر سيمې او نړۍ یې مثبتې ژورې او اغېزې کړي.
شي جين پينګ پر دې ټينګار وکړ، چې د چين او اندونيزيا د ګډ برخليک ټولنې جوړونه د دواړو هېوادونو د خلکو ګډه هيله ده.
شي جين پينګ په دې مناسبت خوشالي څرګنده کړه، چې دواړه خواوې د دوو هېوادونو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ په اړه هوکړې ته رسېدلي دي. هغه وويل، چې چين غواړي له اندونيزيا سره د يادې موخې پر اساس خپلمنځي سياسي اعتماد کلک کړي، د ملي حاکميت، امنيت او د پرمختګ د ګټو په برخو کې يو د بل د کړنو ټينګ ملاتړ وکړي او د اقتصادي پرمختګ او د خلکو د ژوند د ښه والي لپاره يو د بل د هڅو ټينګ ملاتړ وکړي.
دواړو خواوو د چين او اندونيزيا د مشرانو ترمنځ د ملاقات مطبوعاتي اعلاميه خپره کړه.
دغه راز دواړو لوریو د يو کمربند او يوې لارې د ابادۍ د پياوړتيا او د نړيوال سمندري ملاتړ د افکارو په اړه د همکاريو يادښتونه او د واکسين، زرغون پرمختګ، انټرنيټي خونديتوب او سمندري چارو همکاريز سندونه لاسليک کړل.