د چين دولت ریيس شي جين پينګ د اندونيزيا له ولسمشر جوکو ويدودو سره خبرې اترې وکړې
CMG2022/07/27 14:51:39
شريکول:

د چين دولت رييس شي جين پينګ د روان کال ۲۰۲۲م کال د جولای په ۲۶ مه نېټه په بېجېنګ کې د دياو يو تای ملي مېلمستون کې د اندونيزيا له ولسمشر جوکو ويدودو سره خبرې اترې وکړې. دواړو مشرانو په دوستانه فضا کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو په شمول د ګډې علاقې وړ نړيوالو او سیمه‌ ييزو موضوعاتو په اړه د نظریو تبادله وکړه او يو لړ مهمو موافقو ته ورسېدل.

 په دې اړه مفصل راپور دلته لوستلی شی!

یاده غونډه د دياو يو تای ملي مېلمستون په فانګ هوا يوان ودانۍ کې ترسره شوې. د دغې ودانۍ د لومړي پوړ په لوی تالار کې د چين او اندونيزيا ملي بيرغونه کتار په کتار لګول شوي او د فالاينوپسيس (phalaenopsis) په نوم د اندونيزيا ځانګړي ګلان هم کېښودل شوي دي. ولسمشر جوکو ويدودو د بېجېنګ د اولمپيک له ژمنیو لوبو وروسته لومړی بهرنی مشر دی چې چين ته سفر کوي.
 دا  د کرونا وبا له رامنځته کېدو وروسته د ولسمشر جوکو ويدودو لومړی بهرنی سفر دی ، او چين د دې سفر لومړی هدف دی. له دې څخه جوتېږي، چې چين او اندونيزيا خپلمنځي اړيکو ته په ډېره درنه سترګه ګوري.

شي جين پينګ له جوکو ويدودو سره د خبرو په پيل کې نوموړي ته وويل، چې د چين او اندونيزيا ترمنځ دوستانه اړيکې نه يوازې د دواړو هېوادونو له ګډو ګټو سره سمون لري، بلکې پر سيمې او نړۍ هم مثبتې اغېزې لري. نوموړي هيله وښوده چې له جوکو ويدودو سره په ګډه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو لپاره لويه نقشه وپنځوي، څو د دواړو هېوادونو ولسونو ته زياتې ګټې ورسوي، د نړيوالې ادارې او د سيمه ‌ييزې او نړيوالې سولې او ثبات لپاره زيات خدمتونه وکړي.

شي جين پينګ وويل، چې چین به له اندونيزيا سره خپلمنځي ستراتېژيک او متقابل باور پياوړی کړي، د خپل ملي حاکميت، امنيت او د پرمختګ د ګټو د ساتلو په برخو کې به يو د بل ملاتړ وکړي، دغه راز يو د بل ملاتړ به هم وکړي، چې له خپلو واقعي حالاتو سره مناسبه لاره ولټوي. د نوموړي په وينا دواړه هېوادونه به د یو کمربند او یوې لارې ګډې ابادۍ په برخه کې خپلمنځي همکارۍ ته دوام ورکړي، څو زیاتې لاسته راوړنې ولري. 

شي جين پينګ وويل، په داسې حال کې چې په نړۍ کې بې ساري بدلونونه رامنځته شوي، چين او اندونيزيا دې د ستونزو د هوارۍ لپاره ګډې هڅې وکړي او د لويو پرمختيايي هېوادونو په توګه خپل مسووليت دې پرغاړه واخلي. دغه راز دواړه هېوادونه دې رښتينی څواړخيزم عملي کړي، پر ورخلاصون دې ټينګار وکړي او د نړيوالې ادارې لپاره د ختيځ‌ پوهنې او بصيرت وړاندې کړي.

نوموړي زياته کړه، چې هېواد يې د شلو هېوادونو ډلې د سرمشريزې د کوربتوب او په راتلونکي کال کې د اسيان د ریيسه هېواد په توګه د دندو د ترسره کولو په برخو کې له اندونيزيا څخه ملاتړ کوي او هيله لري، چې اندونيزيا د ”بريکس +“ميکانيزم همکارۍ ته دوام ورکړي.

جوکو ويدودو وويل، چين د اندونيزيا هراړخیز ستراتېژيک همکار دی، هغه هيله لري چې د چين د کمونېست ګوند شلم ملي کانګريس په برياليتوب سره ترسره شي او باور يې وښود، چې چين به د ریئس شي جين پېنګ تر مشرۍ لاندې زیات برياليتوبونه ترلاسه کړي.

نوموړي وويل، چې هېواد به يې له چین سره خپلمنځي هراړخيزو ستراتېژيکو همکاريزو اړيکو ته وده ورکړي. نوموړي د بېوزلۍ د له منځه وړلو په برخه کې د چين لاسته راوړنې وستايلې او هيله يې وښوده چې چين د اندونيزيا د صنعتي زونونو په جوړولو کې برخه واخلي، يو له بل سره د پرمختګ طرحې جوړې او اتصال رامنځته کړي، همدارنګه د پانګونې، تخنيکونو، واکسينونو او طب په ګډون په بېلابېلو برخو کې خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي.

نوموړي هيله وښوده چې د دواړو هېوادونو په ګډو هڅو به د جاکارتا - باندنګ ګړندۍ رېل ‌پټلۍ پروژه په ټاکلي وخت ترسره شي او ګټې اخيستنې ته به وسپارل شي، څو د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستۍ لپاره يو بل ارزښتناکه چاره وګرځي.

 دواړو لوریو د خبرو په پای کې د يو کمربند او يوې لارې د ابادۍ د پياوړتيا او د نړيوال سمندري ملاتړ د افکارو په اړه د همکاريو يادښتونه او د واکسينونو، زرغون پرمختګ، انټرنيټي خونديتوب او سمندري چارو همکاريز سندونه لاسليک  کړل.