چین په نړۍ کې د لومړي لوی تولیدونکي هېواد ځای ساتلی
CMG2022/07/27 11:32:50
شريکول:

د چین د صنایعو او مالوماتي چارو وزارت څو ورځې مخکې يو لړ شمېرې خپرې کړي، چې له مخې يې په ۲۰۱۲م کال کې د دغه هېواد د تولیدي چارو په ارزښت کې زياتوالی16.98 ټریلیونه يوانه ښودل شوی، چې د نړۍ په توليدي چارو کې يې 22.5 سلنه نېولې وه او په ۲۰۲۱م کال کې يې دغه شمېر 31.4 ټریلیونو يوانو ته پورته شوی او د نړۍ د توليد په عمومي ارزښت کې يې نږدې 30 سلنه نېولې وه.

چین په نړۍ کې د لومړي لوی تولیدونکي هېواد ځای ساتلی او د تولید د بشپړو سیستمونو وړتیا يې نوره هم څرګنده شوې ده.

 شمېرې ښيي، چې د چین په توليدي چارو کې  ۳۱ لوی ډولونه، ۱۷۹ منځني او ۶۰۹ کوچني ډولونه شامل دي، چې په نړۍ کې تر ټولو بشپړ سیستمونه ګڼل کېږي.

 (هیله)