روسيه: په ترکيې کې د همغږۍ ګډ مرکز کار پيل کړ
CMG2022/07/27 15:00:33
شريکول:

د روسيې دفاع وزارت د جولای په ۲۶مې نېټې په يوې اعلاميې کې ويلي، چې د تور سمندر له لارې د زراعتي پيداوارو د صادرولو تړون د پلي کېدو په پار د روسيې، اوکراين، ترکيې او ملګرو ملتونو د همغږۍ ګډ مرکز کار پيل کړی دی.

روسيې، اوکراين، ترکيې او ملګرو ملګتونو څو ورځې مخکې په استانبول کې د تور سمندر له لارې د کرنيزو محصولاتو د صادرولو تړون لاسليک کړ، چې له مخې يې د اوکراين غلې دانې به د نړۍ نورو هېوادونو ته وليږدول شي.

اعلاميه زياتوي، چې د روسيې کارپوهان په همدې ورځ استانبول ته رسېدلي او هيله مند دي، چې اړوندې ستونزې حل او تړون ژر پلې شي.

د مالوماتو له مخې، د اوکراين د کورنيو چارو وزير سلاکار روستيسلاف سميرنوف په يوې ټلويزيوني مرکې ويلي، چې روسيې په تېرو دوو اوونيو کې د اوکراين د وسلو ۵۰ زيرمتونونه په نښه کړي او د کمانډو ۱۷ پوستې يې هم ويجاړې کړې دي.

(مينه)