د پيسو نړيوال صندوق په ۲۰۲۲م او ۲۰۲۳م کالونو کې د نړيوال اقتصاد د زياتوالي وړاندوينه ټيټه کړه
CMG2022/07/27 11:12:07
شريکول:

د پيسو نړيوال صندوق (اې ايم ايف) د جولای په ۲۶ مه نېټه د نړيوال اقتصاد د راتلونکي ليد وروستي معلومات خپاره کړي دي.

اې ايم ايف په ياد راپور کې ويلي، چې په ۲۰۲۲م کال کې به د نړيوال اقتصاد د زياتوالي سرعت ۳.۲ سلنې او په ۲۰۲۳ م کال کې به ۲.۹ سلنې ته ټيټ شي.

د پيسو نړيوال صندوق په تېر اپريل کې هم د نړيوال اقتصاد د زياتوالي سرعت ټيټ کړی و او دا يې دوهم ځل دی، چې په وړاندوينې کې د نړيوال اقتصاد د زياتوالي سرعت ټيټ ښيي.

اې ايم ايف په دې باور دی، چې د نړۍ په لويو اقتصادونو کې د لوړ انفلاسيون له امله پولي چاپيريال خراب شوی او د اوکراين مسئلې هم پر نړيوال اقتصاد بدې اغېزې کړې دي.

(مينه)