د بېجينګ د ۲۰۲۲ م کال د بشري حقونو فورم پرانيستل شو
CMG2022/07/27 11:28:30
شريکول:

د بېجينګ د ۲۰۲۲م کال د بشري حقونو فورم د جولای په ۲۶ مه نېټه د چين په پلازمينې بېجينګ کې پرانيستل شو.

دغه فورم د چين بشري حقونو څېړنيزې کمېټې او د چين د بشري حقونو پرمختيايي صندوق لخوا په ګډه جوړ شوی، چې منځپانګه يې(( مساوات، عدالت، معقوليت او ټولشموليت: د بشري حقونو د پرمختګ لپاره ګډې هڅې)) ښودل شوې ده.

د مالوماتو له مخې، په دغه فورم کې د ۷۰ هېوادونو او ملګرو ملتونو د استازو په شمول د نړيوالو سازمانونو شاوخوا ۲۰۰ لوړ پوړو چارواکو او کارپوهانو ګډون کړی دی.

د بېجينګ د بشري حقونو فورم په لومړي ځل په ۲۰۰۸م کال کې ترسره شو او سږ کال يې له ۱۰مې کليزې سره برابر دی.

دغه فورم د نړۍ د بشري حقونو په برخه کې د نظرتبادلې مهم ډګر ګرځيدلی او د بشري حقونو د پرمختګ لپاره يې خدمتونه او وړانديزونه کړي دي.

 (مينه)