په ټوله نړۍ کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر ۵۶۸۷۷۳۵۱۰ ته رسېدلی
CMG2022/07/27 10:02:19
شريکول:

روغتيا نړيوال سازمان د جولای په ۲۶ مه نېټه يو لړ تازه شمېرې خپرې کړي، چې له مخې يې د منځنۍ اروپا پر وخت د روانې مياشتې د ۲۶ مې نېټې د شپې تر ۷ بجو او ۱۸ دقيقو پورې په ټوله نړۍ کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېرې د تېرې ورځې د شمېر په پرتله ۶۷۵ زره او ۷۴۸ زياتوالی ښيي او عمومي شمېر يې ۵۶۸ ميليونو، ۷۷۳ زرو او ۵۱۰ ته رسېدلی دی.

د مالوماتو له مخې، په همدې مودې کې د دې وبا له امله ۱۲۷۲ تنه مړه شوي او د مړينې عمومي شمېر يې ۶ ميليونو، ۳۸۱ زرو او ۶۴۳ ته رسېدلی دی.

(مينه)