په ملګرو ملتونو کې د چین مرستیال دایمي استازي ګنګ شوانګ د جولای په ۲۶مې نېټې د فلسطین مسئلې په اړه یوې مباحثوي غونډې کې ویلي، چې د منځني ختيځ د سوله ييز بهیر لپاره بايد په لویه پيمانه صلاحیت لرونکې نړیواله غونډه ترسره شي او د دغې مسئلې د سیاسي حل لپاره بايد پکې اغېزمن بحثونه وشي.
نوموړي ویلي، چې اسرائیلو د فلسطين په نیول شوې خاورې کې د استوګنځیونو جوړولو ته دوام ورکړی او د فلسطینیانو د ژوند فضا يې پر له پسې کمه او د یو خپلواک فلسطین جوړولو اینده يې خرابه کړې ده.
چین له اسرائیل څخه غوښتنه کوي، چې نړیوال قوانین مراعات او د امنیت شورا ۲۳۳۴م پرېکړه لیک پلی کړي او سمدلاسه د فلسطين په خاورې کې د استوګنځايونو جوړونه پای ته ورسوي.
(هیله)