روسیه به تر ۲۰۲۴م کال وروسته د نړیوال فضايي سټېشن له پروژې څخه ووځي
CMG2022/07/27 11:36:58
شريکول:

د روسیې د فضايي چارو ملي شرکت نوي مشر بوریسف د جولای په ۲۶مه نېټه له ولسمشر ولاديمیر پوتین سره په کتنه کې ویلي، چې روسیه اوس د نړیوال فضايي سټېشن پروژې تر چوکاټ لاندې نړيوالې همکارۍ کوي او له ټولو همکارانو سره خپلې دندې تر سره کوي، خو  تر ۲۰۲۴م کال وروسته به له یادې پروژې څخه ووځي او د فضايي پټلۍ خپل خدمتي سټېشن به جوړ کړي.

نوموړي د روسیې دغه چاره د انسان وړونکو فضايي چارو کې مهم او لومړۍ کار بللی دی.

 د روسیې د انرژۍ په نوم د راکېټ او فضايي شرکت عمومي ډیزاینر ولادمیر سولویف له خبریالانو سره په مرکې کې ویلي، چې هېواد به یې د فضايي پټلۍ د خدمتي سټېشن جوړونه تر ۲۰۲۸م کال مخکې پيل نه کړي او د پلان له مخې به يې په دوو پړاوونو ترسره کړي.

 (هیله)