د چین د دولت رئیس شي جین پينګ مېرمن پنګ لي يوان د جولای په ۲۶مه نېټه په بېجینګ کې د اندونیزیا د ولسمشر له مېرمن اېریانا جوکو ویبوو سره وکتل.
مېرمن پنګ لي یوان په خپلو خبرو کې وویل، چې چین او اندونیزیا مهم ګاونډیان دي او د دواړو هېوادونو د وګړیو ترمنځ دوستي اوږد تاريخ لري.
نوموړې وويل، چې د دواړو هېوادونو اړیکې په وروستیو کالونو کې ډېرې نږدې شوي او اندونیزیا د چینایانو د سیلانۍ دوهم لوی تمځای دی.
اغلې پنګ لي يوان هيله ښودلې، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ په بېلا بېلو برخو کې د نظر تبادلې نورې هم ژورې شي.
مېرمن اېریانا په خپلو خبرو کې د چیني سیلانیانو هر کلی کړی، چې اندونیزیا ته سفر وکړي او هیله يې ښودلې، چې د چین او اندونیزیا دوستي دایمي پاتې شي. (هیله)