د اردن پاچا عبدالله دوهم بن حسین د جولای په ۲۷مه نېټه په پلازمینې عمان کې د اسرائیل له لومړي وزیر پاییر لپید سره کتلي دي.
دواړو خواوو د اردن او اسرائیل د خپلمنځي اړیکو او د فلسطین او اسرائیل د حالاتو په شمول د ځينو مسئلو په هکله خبرې کړې دي.
پايير لپيد د اسرائیل د لومړي وزیر په توګه تر لوړې وروسته اردن ته لومړی سفر کړی دی.
د اردن شاهي ماڼۍ په یوې اعلاميې کې ويلي، چې پاچا عبدالله دوهم له پاليپ سره په يادې کتنې کې پر دې ټينګار کړی، چې د اسرائیل او فلسطین د دوو هېوادونو لایحې پر بنسټ باید د عادلانه، بشپړې او دايمي سولې د عملي کولو لپاره سیاسي زمینه برابره شي او اړوندې خواوې باید د منځني ختيځ د امنیت، ثبات او پرمختګ د هڅولو لپاره کوښښونه وکړي او فلسطینیان باید په دغه بهیر کې شامل واوسي.
دواړو خواوو د صادراتو او وارداتو، سوداګرۍ او انرژۍ په شمول پر ځینو نورو موضوعاتو هم بحثونه کړي دي.
(هیله)