د بشري حقونو په نړيوالو چارو کې د چين ثابت ځواک
CMG2022/07/28 11:19:52
شريکول:

 

د بېجينګ د م۲۰۲۲ کال د بشري حقونو فورم د جولای په ۲۶مه نېټه د چين په پلازمېنه بېجينګ کې تر سره شو . په دغه فورم کې د ۷۰ هېوادونو او ملګرو ملتونو د استازو په شمول د نورو نړيوالو سازمانونو شاوخوا ۲۰۰ لوړ پوړو چارواکو او کارپوهانو د بشري حقونو د نړيوالو چارو د پرمختګ په هکله بحثونه کړي دي. د بېجينګ د بشري حقونو فورم په مخکینیو کلونو کې دوام کړی او د بشري حقونو د ضمانت په هکله د نړيوالې ټولنې تر منځ تګ راتګ ته يو مسلسل او ثابت ډګر برابروي. (مساوات، عدالت، معقوليت او ټولشموليت، د بشري حقونو د پرمختګ لپاره ګډې هڅې) د دې فورم عمده موضوع ده.

د تاریخ په اوږدو کې د بشري حقونو نړيوالې چارې د بادار هېواد د يو اړخېزم له ننګونو سره مخ دي او د بشري حقونو چارې په ټوله نړۍ کې د شخړو جوړولو په موخه د ځينو هېوادونو سياسي وسلې ګرځېدلې دي. نو په رښتيني ډول د بشري حقونو د نړيوالو چارو پرمختګ لپاره ثابت ځواک ډېر ارزښتناک دی. په ۲۰۱۶م کال کې د چين په شمول ۱۸ هېوادونه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا د غړو په توګه وټاکل شول او له دې وروسته چين تل له څو اړخېزم څخه ملاتړ کړی، د ملګرو ملتونو پر موخو او اصولو یې ټينګار کړی، د بشري حقونو په شورا کې يې په فعاله توګه په دې چارو کې د بېلابېلو هېوادونو ترمنځ د همکاريو هڅونه کړې او کوي يې.

چين د انسانانو د برخليک ګډې ټولنې د جوړولو وړانديز کوي، د بشري حقونو په نړيوالو چارو کې د وروسته پاتې هېوادونو او پرمختيايي هېوادونو په شمول له بېلابېلو هېوادونو سره په مساواتو کې ګډ ژوند کوي، يو د بل درناوی کوي، د یو کمربند او یوې لارې نوښتي وړاندیز او د پرمختيايي هېوادونو تر منځ د همکاريز چوکاټ په شمول د پلانونو په مټ ډېرو پرمختيايي هېوادونو ته د پرمختګ زيات فرصتونه برابروي، دغه راز د پرمختيايي هېوادونو د ژوند او پرمختګ حقونو د تامينولو په ترڅ کې ورسره مهمې مرستې کوي.

برعکس، د بشري حقونو په نړيوال سازمان کې د امريکا ګډوډ چلند ته ګورو. امريکا په ۲۰۱۸م کال کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له شورا څخه د وتلو اعلان وکړ، په ۲۰۲۱م کال کې له دريو کلونو وروسته يې په دغه شورا کې له ۲۰۲۲م کال څخه تر ۲۰۲۴م کال پورې د شاملېدو غوښتنه وړاندې کړه. امريکا تازه په دغه شورا کې خپل غړیتوب اعاده کړی، په نورو هېوادونو کې پر بشري حقونو يې نيوکې پيل کړې. امريکا بېخي خپل هېواد ته د خدمت لپاره د وسلې په توګه نړيوال سازمان کاروي او په خپله خوښه پرېکړې کوي.

امريکا ځان د بشري حقونو د نړيوالو چارو د ادارې څارونکي او پوليس بولی او غواړي چې د بشري حقونو په اړه د کمزور معيار له مخې پر نورو هېوادونو چلنج وکړي، خو د بشري حقونو نړيوالو چارو د ښه پرمختګ په بهير کې خنډونه جوړوي. په دې وروستيو کلونو کې نړۍ د طبيعي مصيبتونو، د ساري ناروغيو د خپرېدو او د اقتصاد د کمزورتیا په شمول له ډېرو ستونزو سره مخ ده.

د دغو مسئلو حل د بېلابېلو هېوادونو تر منځ ټينګې همکارۍ ته اړتيا لري، څو په بېلابېلو هېوادونو کې د بېوزلۍ او مصيبت ځپلو خلکو ژوند ته بنسټيز ضمانت برابر شي. له بدمرغه، امريکا د خپل باداري مقام د ساتلو او له نورو هېوادونو څخه د لا زياتو اقتصادي شتمنیو د ګټلو لپاره پر زياتو ځايونو يو اړخيز بنديز لګوي او په وروسته پاتې هېوادونو کې د خلکو ژوند ته نه ګوري.

د بشري حقونو چارو د ساتنې لپاره نړيوال معيار څه دئ؟ مختلف هېوادونه د بېلو فرهنګي توپيرونو او د پرمختګ د لارو د توپیر له امله مختلفې نظريې غوره کوي. خو دا تصديق کېدای شي، چې د بشري حقونو يو اړخيزې نظريې د نورو هېوادونو او حتی د ټولې نړۍ استازيتوب نه شي کولی. د بشري حقونو د ساتنې په اړه د ګډې نظريې او معيار د رسېدلو په ترڅ کې ستونزې شته، خو د بشري حقونو په نړيوالو چارو کې مساوات، عدالت، معقوليت او ټولشموليت او ثابت ځواک ډېر مهم دي.