د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د جولای په ۲۷ مې نېټې په يوې خبري ناستې کې د بېجينګ د ۲۰۲۲م کال د بشري حقونو فورم په اړه وويل، چې دغه فورم د مساوات، عدالت، معقوليت او ټولشموليت له لحاظه د چين د بشري حقونو پر نظرونو بحث کوي او ډېر واقعي اهميت لري.
د مالوماتو له مخې، د بېجينګ د ۲۰۲۲م کال د بشري حقونو فورم د جولای په ۲۶ مه نېټه په بېجينګ کې پرانيستل شو او منځپانګه يې (( مساوات، عدالت، معقوليت او ټولشموليت: د بشري حقونو د پرمختګ لپاره ګډې هڅې)) ښودل شوې ده.
جاو لي جيان په دې اړه وويل، دا چې د چين کمونېست ګوند له ۱۸م ملي کانګرېس راهيسي، دغه هېواد د بشري حقونو په برخه کې تاريخي لاسته راوړنې لري، لامل يې دا ښودل شوی، چې چين تل ژوند او پرمختګ د انسانانو لومړنی حق بللی دی.
(مينه)