د چين استازی: نړيواله ټولنه بايد له جګړو وتلو هېوادونو د حاکميت او لارښوونکي مقام درناوی وکړي
CMG2022/07/28 14:47:12
شريکول:

په ملګرو ملتونو کې د چين دايمي استازي جانګ جون د جولای په ۲۷مه نېټه ويلي، په هغو هېوادونو کې چې جګړې پکې پای ته رسېدلي، د دايمي سولې او پرمختګ موندل، عموماً د دغه هېواد خپلو کوښښونو ته اړتيا لري

نړیواله ټولنه باید د يادو هېوادونو حاکمیت او لارښوونکي مقام ته درناوی وکړي او د دوی له هیلو او غوښتنو سره سم دې ورسره مرستې وکړي.

نوموړي ويلي، چې د هغو هېوادونو پر وړاندې، چې جګړې پکې روانې يا پای ته رسېدلې دي، تر ټولو مهمه ننګونه اقتصادي پرمختګ او د خلکو د ژوند ښه والی دي.

چين په دې باور دی، چې د پرمختګ په موخه دې سوله وساتل شي او سرچينې دې یې تر هر څه لومړی د بېوزلۍ د له منځه وړلو، د تعليم د مروجولو او عامې روغتيا په چارو کې وکارول شي.

ښاغلي جانګ زياته کړې، چې د دوامدارو پرمختیایي هدفونو د ترلاسه کولو او د پرمختیایي خوځښت د پیاوړتیا په برخه کې له جنګ ځپلو هېوادونو ملاتړ کول د سوله ييز بنسټ د ټينګېدو لپاره ګټور دي.

نوموړي ويلي، ملګري ملتونه او نړيواله ټولنه بايد له جګړه ځپلو هېوادونو سره د حکومتولۍ د وړتيا ، دوامدار انکشافي توان او د ګډ امنيت د ساتلو سويې د پياړوتيا لپاره مرستې وکړي.

یو اړخیز بندیزونه د جنګ ځپلو هېوادونو اقتصادي او ټولنیز پرمختګ ننګوي او د خطرونو او ننګونو پر وړاندې يې د مقابلې وړتیاوې زیانمنوي، چې باید په هر اړخیز او غیر مشروط ډول ترې لیرې شي.

(ژباړه: شکريه)