تهران: ايران په خبرو او ډيپلوماټيکو لارو د اټومي مسئلې حل غواړي
CMG2022/07/28 10:53:34
شريکول:

د ايران د بهرنيو چارو وزير حسين امير عبداللهيان د جولای په ۲۷ مه نېټه د دې هرکلی کړی، چې بېلا بېلې خواوې په خبرو او ډيپلوماټيکو لارو چارو د ايران د اټومي مسئلې د هراړخيز تړون د بيا پلې کېدو په مذاکراتو کې لاسته راوړنې ولري او د دې مسئلې د حل لپاره به پر له پسې هڅې وکړي.

د ايران بهرنيو چارو وزارت پر خپلې ويبپاڼې خبر ورکړی، چې عبداللهيان د روانې مياشتې د ۲۷ مې نېټې په شپه د اروپايي ټولنې د بهرنيو چارو او امنيتي تګلارو لوړ پوړي استازي جوسيف بوريل سره ټليفوني خبرې کړي او د بوريل لخوا د وړاندې شوې لايحې په اړه يې د نظرونو تبادله کړي دي.

عبداللهيان ويلي، که امريکا رېښتيا هم د ايران د اټومي مسئلې حل غواړي، نو ټولې خواوې به د اټومي تړون د بيا پلې کېدو په اړه ګډ نظر ته ورسيږي.

نوموړي زياته کړې، چې د امريکا دريځ بايد د تړون په متن او کړنو کې څرګند او ښکاره وليکل شي.  

(مينه)