په ټوله نړۍ کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر ۵۷۰۰۰۵۰۱۷ ته رسېدلی
CMG2022/07/28 10:57:25
شريکول:

روغتيا نړيوال سازمان د جولای په ۲۷ مه نېټه يو لړ تازه شمېرې خپرې کړي، چې له مخې يې د منځنۍ اروپا پر مخت د روانې مياشتې د ۲۷ مې نېټې د ماسپښين تر ۴ بجو او ۲۸ دقيقو پورې په ټولې نړۍ کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر د تېرې ورځې د شمېر په پرتله يو ميليون، ۱۹ زره او ۵۸۳ تنه زياتوالی ښيي او عمومي شمېر يې ۵۷۰ميليونه، ۵ زره او ۱۷ ته رسېدلی دی.

د مالوماتو له مخې، په همدې مودې کې د دې وبا له امله ۱ زرو ۸۸۲ تنه مړه شوي او د مړينې عمومي شمېر ۶ ميليونه، ۳۸۴ زره او ۱۲۸ ته رسېدلی دی.

(مينه)