د تور سمندر له لارې د غلودانو د ليږدولو همغږۍ مرکز کار پيل کړ
CMG2022/07/28 14:46:31
شريکول:

 د ترکیې، روسیې، اوکراین او ملګرو ملتونو استازو د جولای په ۲۷مې نېټې په استانبول کې د ترکیې په دفاعي پوهنتون کې د تور سمندر له لارې د غلودانو لېږدولو د همغږۍ ګډ مرکز په رسمي توګه پرانېست.

د ترکیې د دفاع وزیر خلوصي اکار د ياد مرکز په پرانيستونکو مراسمو کې ويلي، چې ترکیې، روسیې، اوکراین او ملګرو ملتونو  یاد مرکز ته خپل پنځه ـ پنځه استازي ليږلي او دوی دا صلاحيت لري، چې د خپلې شبکې، سپوږمکۍ او نورو مخابراتي تدبیرونو په وسیله د تور سمندر له لارې د غلودانو د ليږدولو بهیر وڅاري.

اکار ویلي، چې د تور سمندر په اوکرایني بندر کې بندې څه باندې ۲۵ ميلیونه ټنه غلې دانې به په نږدې وخت کې اړمنو هېوادونو ته ولیږدول شي.

 (هیله)