د چين د انرژۍ ملي اداره: د هېواد د انرژۍ عرضه يې خوندي او ثابته ده
CMG2022/07/28 11:02:20
شريکول:

د چين د انرژۍ ملي ادارې مشر جانګ جيان هوا د جولای په ۲۷مې نېټې د دولتي شورا د مطبوعاتي دفتر په يوه خبري ناسته کې وويل، چې د چين حکومت له ۲۰۱۸م کال راهيسې د طبيعي ګازو د توليد، برابرونې، زېرمې او پلور سيستم د جوړولو چارې ګړندۍ کړي او د ګازو ذخيرې يې په چټکۍ زياتې شوي دي، چې تېرو ۳ کالونو ته په کتو دوه چنده زياتوالی ښيي.

جيان هوا وويل، چې د چين حکومت له لوري د ګازو د زېرمې چارې په سالمه توګه روانې دي او تر ځمکې لاندې زيرمتون به یې له ژمي مخکې په بشپړه توګه ډک شي.

تمه کېږي، چې د چين د ټولنيز او اقتصادي پرمختګ د ۱۴م پنځه کلن پلان په پای کې د دې هېواد د طبیعي ګازو زېرمې تر ۲۰۲۱م کال هم دوه چنده زياتې شي.

(ژباړه: شکريه)