د چين د ټرانسپورټ وزارت چارواکو د جولای په ٢٨مه نېټه په يوې خبري ناستې کې د روان کال په لومړۍ نيمايي کې د دغه هېواد د ټرانسپورټي چارو په اړه مالومات ورکړل.
د دغه وزارت وياند شو چه په يادې ناستې کې د روان کال په لومړۍ نيمايي کې د چين ټرانسپورټي چارو ځانګړتياوې داسې وښودلي:
لومړی، په چين کې د مالونو د بار حجم په تدريجي ډول اعاده شوی دی. دوهم، په دغه هېواد د مسافرینو تګ راتګ د کموالي په حال کې دی.
درېیم، د چين په بندرونو کې د لېږد رالېږد کانټینرونو اندازې زياتوالی ساتل شوی دی.
څلورم، د چين په ټرانسپورټي چارو کې د پانګونې اندازه په لوړه کچه ساتل کېږي.
د روان کال په لومړۍ نيمايي کې د چين په غير منقوله ترانسپورټي شتمنيو کې عمومي پانګونه له ۱ ټريليون او ۶۰۰ ميليارډو يوانو څخه اوښتې، چې دغه رقم د پروسږ کال د همدې مودې په پرتله ۶.۷ سلنه زياتوالی ښيي.
(ژباړه: شکريه)